۶۶۶


Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}

زړه

نن مې
زړه بيا
له زاړه کوشيره وخوت

 

بت

دا ښه ده چې ما
لکه بت منلې وه
چا نن ورته ويلي
ډبره سه
چې بت واوسې

 

 

هغه

نه پوهېږم
هغه مې په زړه کې
لا هم
زړه نا زړه ګرځي

 

 

ستونی

که په دې پوه شې
چې بې تا مې ستونی مات
خوا مې سړه ده
رابه شې؟

 

 

لاسونه

اه
څه په منډه تېره سوې
ومې نسوای کولای
لاسونه دې حافظې ته وسپارم

 

پلمه

 

وځنډېده

څه پلمه خو به کوي

چې بېرته راشي

وېلې ژر بېرته راځمه

خدا دې مل شي

 

 

بڼکه

شېبه دې
د ګونګروګانو په څېر
وشرنګوله
زما چيغې دې بربنډې په هوا کړې
زما سيوري ته دې بل کړ تريخ پېلوزی
په کفن دې راته ستړی لمده ساه کړه
آه
تا زما د روح بڼکه په هوا کړه

 

سيوری

په تا پسې مې سيوری په هو ا شو
لمده ساه
لوڅې چيغې ورسره وې

 

ولی
پرون شپه مې

د ژړا لپاره

ولی ونه موند


ذايقه

زړه مې تمام شوی
وجود مې ذايقه نه لري
مينه اوريدای نشم
-----------
انتظار
زه روان سوم

انتظار مې درته پرېښود

اوس به خوب وي خدایزده چېرته، چېرته وړی

 

777

Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

سيوری 

بې له تا مې 
خپل زړه ته لاره نسته 
ستا په زړه کې 
د خپل زړه 
سيوري ته ناست يم

 

چای 

يوه شېبه 
يوه دمه 
دا پياله 
له چايو نيمه کړه راډکه 
بيا به ځمه 
فرصت نسته 
خپله خاوره به څادر کې ټولومه

 

 

خوب

لمر
له تيارې راښويدلی و
ته شرنګېدې
زه کوڼ خوب وړی وم

 

لار

په دې لاره
څومره خلک تېرو بېر شول
ته ورکې نه وې

 

ماشومتوب

نه پوهېږم چې کله او چېرته تمام شو
د قدمونو غږ يې نه اورم

 

/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}

4 کتاب

Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

ذايقه
زړه مې تمام شوی

وجود مې ذايقه نه لري
مينه اوريدای نشم

-----------
انتظار
زه روان سوم

انتظار مې درته پرېښود

اوس به خوب وي خدایزده چېرته چېرته وړی

ژوند

پرون يې راته وېل

ژوند هم لکه کنګل

کله خرڅ نشي تمام شي
---------------

سفر

ما د خپلو چيغو سجدې

په يوه ډېره لرې شپه کې

د غره شاته خاموشۍ ته وبخښلې

ما د غرونو د قامت دنګه سندره

بوړبکۍ اخیستې پاڼې ته کړه تېره

ما د خپل قامت سجدې ته

خپل سپين وېښته لمبه کړل

ما د کړي سفر ټوله ستړيا دلته

د تودو چايو پيالې ته کړه نسکوره

پر عينکو مې ګرد ناست دی

بايد مخ مې پرېمينځم

--------------

 

مڼه

ترانې دې زما همزولې کتابونه

ترېنه جوړ مې د سندرو تاويزونه

څڼې څنډو وهه، غبار ورباندې ناست دی

باڼه پورته کړه، چې بار ورباندې ناست دی

ځم چې څو وړې نانځکې درته راوړم

نوراني،  پرېولې لپې درته راوړم

دوتنې يې کړه،  د زړه د زړګي سره

ستا وجود، رڼې اوبه د زړګي سره
***************
زه د روح له درېڅې د باندې ګورم

زه له دغې زمانې د باندې ګورم

ته ولاړه ستا قامت د نور حصه وي

ستا په لاس کې يو غمی يوه ډېوه وي

خامې، خامې  ښاپېرۍ په تا راټولې

جنتي غوندې کوکۍ په تا راټولې

په روانو اوبو شين څادر د پاڼو

شين اسمان په غاړه وړي اميل د زاڼو

اوبو تکې سرې مڼې په سر اخيستي

ته به وايې چا ډېوې په سر اخيسي

ته يوې مڼې ته اوږد  مرمرين لاس کړې

راجلا  يې له اوبو لکه ګيلاس کړې

په مڼه باندې دې نوم د جانان ليک کړې

له اوبو سره د زړه اواز شريک کړې

سر وهي  درته له کاڼو نه ټيکۍ شي

اوبه مستې نڅاګرې ليونۍ شي

سمندر شي د سندرو په هوا شي

هر مارغه چې د چينې اوبو ته راشي

موسيقي په هره څانګه کې زنګېږي

هره ساه يوه شهنايي غوندې غږېږي

ستا په لاس کې پاڼې، پاڼې ، پاڼې  پاڼې

شاعري وي، شنې کوترې يې وراباڼې

 

-----------------

 

 

څنې څنډ وهه چې لږه رڼايي شي

 

 

شهنايی دې غږوه د زړګي سره

پرې چې چيغې دې له سترګو نه راتوی شي

زه بوډا شومه د دې دوزخ لمبو کې

ګوندې ستا د لاس نيالګي پکې رالوی شي

نه پوهېږم ګوره چا درته ويلي؟

چې ګلاب، ګلاب ځواني ستايلی نه شې

ته د حسن مينجوره مينه څه چې

د سندرو دا وادي ستایلی نه شې

 

دا منم چې ماشوم زړه به دې خپه وي

شوخه طبعه به دې ساه اخيستای نه شي

غلې کونج ته به اوس ټوله وي راټوله

غرقه غېږ به دې هوا اخيستای نه شي

 

کلمات به چوپوې له هرې وېرې

دوزخونه به ورښیې چې ګونګي شي

ستا د اوښکو ترنم ته به اوس غوږ وي

ستا پريولي عواطف به ليوني شي

 

نه، نه داسې چېرې ونه کړې ګناه ده

د رنګونو امامت وکړه راووځه

د باران شلیدلی تار خو زموږ ګډ دی

یو سپيڅلی بغاوت وکړه راووځه

په ګل ناست غبار مې سترګو ته ولاړ دی

په ښایست دومره وبال مې نه لورېږي

څنې څنډ وهه چې لږه رڼايي شي

د شيبو داسې زوال مې نه لورېږي

 

/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}

۴ ک

سيوری

 

 زه ودرېدم

ته روانه سوې

چې پر دغه لور

 رڼايي تمامه سوه

زه،

زه، د خپلو پښو پر برابر

 پر خپل سيوري کښېناستم

 

 

توري

 

توري به پيدا سي

خو نه پوهېږم

تاته بايد پاڼه څنګه توره کړم

 

 

څنګه ؟

 

دا خبره مې په کولو ارزي؟

زما خپلې خونې ته

دومره رڼايی په کار ده

چې ماښام مې

رانه بېل کاندي

خپل سیوری

 

 

 

کميس

غږ مې  نه اورې

ګڼه ګوڼه ده

نن سهار مې

جامې ومينځلې

شمال سو

کميس مې د توت له څانګې

 باد يووړ

د ګاونډي د دېوال

پر اغزن سيم پورې نښتی

نن مې ټوله ورځ

لوڅه شا

دېوال ته تېره کړه

کميس مې وچ شوی

د اغزن سيم پر اندامونو پورې

P

رڼا 
په تياره کې

ستا د سيوري

رڼايی وه

**********

پړونی

باد يې پړونی واخيست

ژوندی شو

هوا يې وکړه

4 k

باران
بیګاه شپه چېرته لرې

ورېدلی و باران

نن سهار مې حافظه ډېره لنده وه

 

 

ترنم

که دې وخت و

راشه

شېبې ډېرې نالوستې پاتې دي

هغه به ترنم کړو

دراوۍ ۵۵

باديوه


خير دی

نن خو په کړکۍ کې ودرېږه

ما

باديوه په هوا کړې

سره او سپينه

لکه ستا د ماشومتوب د وخت چترۍ

 

******************

مانا

 

 نن راووځه

د سپيدار سيوري ته

لنډه منډه په کوکيو پسې واخله

لمر ته په وياله کې ودرېږه

په وليو دې اوبه روانې کړه

ساه واخله

ټيټه شه يوه ګل ته

يو ماشوم په تندي ښکل کړه

په نينوپسې څوک ولېږه دکان ته  

ویښته خلاص پرېږده

لکه د وشنده پيغلوټو

زړه ته دې لار وباسه

سا واخله

له ژونده خپله

خپله مانا واخله  

دراوۍ ۸

ګونګروګان

 

دلته لار وه

 هلته ونې
سور معبد، سپينې يې ستنې

دا سپی وینې!
 دغه ښيم

چې د تيږې سر ته پروت دی

په دې ځای باندې
د تورې ډمې کور و

نڅاګرې ورسره وې

 سرې او سپينې
ورانې ، ورانې
خامې ، خامې په عمرونو
په دې ځای باندې چې زه  و ته ولاړ يو
ځېلوره د شاتوت ونه راشنه وه

نه پوهېږم هغه ورځ د چا ښادي وه

جوړه کړې يې په څه باندې ميله وه
سره باجه، رباب، غژکه غږيدله

ډمه راغله

ګونګروګان يې وو په لاس کې

يوه دنګه نڅاګره شوه ورپورته

اسماني رنګه جامه يې وه په غاړه

ناستو خلکو په شپيلکيو بدرګه کړه

نڅا ګرې دجلوو لومه خوره کړه
په يوه لور يې نظر څرخ شو، څرخ شو، څرخ شو 

مشرې ډمې وسکونډله
خوله يې غوږ ته ورنژدې کړه

 دې پايڅې کړې دواړه پورته 

خو پونډۍ يې ښکاره نه شوې
ډمه ټيټه شوه په ناستو  
ګونګروګان يې ورته وتړل
 په پښو کې

د ربابي استاذ شهباز په تار نڅا کړه 

ګونګروګانو په ماښام کې ساه پيدا کړه  

دراوۍ ۵

حساب

ځونډيدار څراغ راځوړند
څو کږې وږې زينې
نرۍ لار بام ته ختلې
 ته د منځ زينه کې ناسته
د پلو پېڅکه تر غاښ
د لاس ګوتې دې شمېرلې
څه حساب خو دې کاوه

**************************
موسيقي

نن دې غږ
باران لوند کړ
موسيقي يې بدله شوه

*************************
خوب

مازديګر قضا
ماښام لوړ
د څراغ د ښيښې د پاکولو ټوکر ورک
اورلګيت نم وهلی
په ښانک کې واړه شوي پاستي
د لاندې د کټوې عطر
څو تګړي پياز
د بابا
پر ليکي ،ليکي
کوچياني ليمڅي
شوبيني تسپې پرتې
پيشو خوب وړې

دراوۍ

هوا

 

له تيارې

 د باندې ګورم

پاڼې لمرته ځانونه تودوي

هوا لنده شوې

مرغۍ شخوند وهي

سیوري لمبېږي

خاموشي

لکه شپه

د سکوت په اوږو ووته

ته مې وياديدې

 

 

ول


ستا نازک پړونی

د ویښتو له ولونو

باد واخیست

ویې رپاوه

د پېروتو لمدو پاڼو ته يې یووړ