Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

ذايقه
زړه مې تمام شوی

وجود مې ذايقه نه لري
مينه اوريدای نشم

-----------
انتظار
زه روان سوم

انتظار مې درته پرېښود

اوس به خوب وي خدایزده چېرته چېرته وړی

ژوند

پرون يې راته وېل

ژوند هم لکه کنګل

کله خرڅ نشي تمام شي
---------------

سفر

ما د خپلو چيغو سجدې

په يوه ډېره لرې شپه کې

د غره شاته خاموشۍ ته وبخښلې

ما د غرونو د قامت دنګه سندره

بوړبکۍ اخیستې پاڼې ته کړه تېره

ما د خپل قامت سجدې ته

خپل سپين وېښته لمبه کړل

ما د کړي سفر ټوله ستړيا دلته

د تودو چايو پيالې ته کړه نسکوره

پر عينکو مې ګرد ناست دی

بايد مخ مې پرېمينځم

--------------

 

مڼه

ترانې دې زما همزولې کتابونه

ترېنه جوړ مې د سندرو تاويزونه

څڼې څنډو وهه، غبار ورباندې ناست دی

باڼه پورته کړه، چې بار ورباندې ناست دی

ځم چې څو وړې نانځکې درته راوړم

نوراني،  پرېولې لپې درته راوړم

دوتنې يې کړه،  د زړه د زړګي سره

ستا وجود، رڼې اوبه د زړګي سره
***************
زه د روح له درېڅې د باندې ګورم

زه له دغې زمانې د باندې ګورم

ته ولاړه ستا قامت د نور حصه وي

ستا په لاس کې يو غمی يوه ډېوه وي

خامې، خامې  ښاپېرۍ په تا راټولې

جنتي غوندې کوکۍ په تا راټولې

په روانو اوبو شين څادر د پاڼو

شين اسمان په غاړه وړي اميل د زاڼو

اوبو تکې سرې مڼې په سر اخيستي

ته به وايې چا ډېوې په سر اخيسي

ته يوې مڼې ته اوږد  مرمرين لاس کړې

راجلا  يې له اوبو لکه ګيلاس کړې

په مڼه باندې دې نوم د جانان ليک کړې

له اوبو سره د زړه اواز شريک کړې

سر وهي  درته له کاڼو نه ټيکۍ شي

اوبه مستې نڅاګرې ليونۍ شي

سمندر شي د سندرو په هوا شي

هر مارغه چې د چينې اوبو ته راشي

موسيقي په هره څانګه کې زنګېږي

هره ساه يوه شهنايي غوندې غږېږي

ستا په لاس کې پاڼې، پاڼې ، پاڼې  پاڼې

شاعري وي، شنې کوترې يې وراباڼې

 

-----------------

 

 

څنې څنډ وهه چې لږه رڼايي شي

 

 

شهنايی دې غږوه د زړګي سره

پرې چې چيغې دې له سترګو نه راتوی شي

زه بوډا شومه د دې دوزخ لمبو کې

ګوندې ستا د لاس نيالګي پکې رالوی شي

نه پوهېږم ګوره چا درته ويلي؟

چې ګلاب، ګلاب ځواني ستايلی نه شې

ته د حسن مينجوره مينه څه چې

د سندرو دا وادي ستایلی نه شې

 

دا منم چې ماشوم زړه به دې خپه وي

شوخه طبعه به دې ساه اخيستای نه شي

غلې کونج ته به اوس ټوله وي راټوله

غرقه غېږ به دې هوا اخيستای نه شي

 

کلمات به چوپوې له هرې وېرې

دوزخونه به ورښیې چې ګونګي شي

ستا د اوښکو ترنم ته به اوس غوږ وي

ستا پريولي عواطف به ليوني شي

 

نه، نه داسې چېرې ونه کړې ګناه ده

د رنګونو امامت وکړه راووځه

د باران شلیدلی تار خو زموږ ګډ دی

یو سپيڅلی بغاوت وکړه راووځه

په ګل ناست غبار مې سترګو ته ولاړ دی

په ښایست دومره وبال مې نه لورېږي

څنې څنډ وهه چې لږه رڼايي شي

د شيبو داسې زوال مې نه لورېږي

 

/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}