ر۲۰
ماښام
بيا په خونه كې راځوړند دى ماښام
په تاخچه كې مڼه، نه رامعلومېږي
ټول رنګونه يوۀ رنګ دي لاندې كړي
د كوټې حافظه نه رامعلومېږي
خداى موغبرګې،غبرګې لنګې كړه سرې مېږې
زما د خونې دربچه كړئ ورته خلاصه
زما لاسونه مړاوې شوي
چې تازه شي
د شوتلې عطر وينئ !
دربچه راټكوي
د كوټې پرده مې باد په خوب كې ويني
ګورئ!
زموږۀ په ګاونډ كې
نن تړي د شپې نكاح زما د همزولې
زوم به عطر وي وهلي
د هغوى د كورهوا به وي بدله
غواړم پوۀ شم زما همزولې
د ( ړ) سم تلفظ زده كړ
كه اوس هم (ړ) ته (لې) وايي
خپل ميړۀ ته ميلۀ وايي
ګورئ ! بيا مې كميسه كړې خوله ده
مخامخ هندو په كور كې لوګى وينئ
شنې بتۍ پكې سوځږي
معطر يې د كور ستنې ديوالونه
هې ! سوالګرو!
تاسو څومره بختور يى
زما توړۍ به اوس د غره په بوټو پاستي وي پخ كړي
د غلمينې ډوډۍ عطر به
په ګاټو
په پوټلنه لار كې څري
په جنت مو شه لاسونه
تاسو راشئ
زما د خونې دربچه كړئ ورته خلاصه
زما لاسونه مړاوې شوي
چې تازه شي
دا پېروتې مې اوس داسې نه لورېږي
۱۳۸۹،۳،۲۰