سيوری

 

 زه ودرېدم

ته روانه سوې

چې پر دغه لور

 رڼايي تمامه سوه

زه،

زه، د خپلو پښو پر برابر

 پر خپل سيوري کښېناستم

 

 

توري

 

توري به پيدا سي

خو نه پوهېږم

تاته بايد پاڼه څنګه توره کړم

 

 

څنګه ؟

 

دا خبره مې په کولو ارزي؟

زما خپلې خونې ته

دومره رڼايی په کار ده

چې ماښام مې

رانه بېل کاندي

خپل سیوری

 

 

 

کميس

غږ مې  نه اورې

ګڼه ګوڼه ده

نن سهار مې

جامې ومينځلې

شمال سو

کميس مې د توت له څانګې

 باد يووړ

د ګاونډي د دېوال

پر اغزن سيم پورې نښتی

نن مې ټوله ورځ

لوڅه شا

دېوال ته تېره کړه

کميس مې وچ شوی

د اغزن سيم پر اندامونو پورې