باران بیګاه شپه چېرته لرې
ورېدلی و باران
نن سهار مې حافظه ډېره لنده وه
ترنم
که دې وخت و
راشه
شېبې ډېرې نالوستې پاتې دي
هغه به ترنم کړو