ر ۱۸
ته خوند اخلې اوس زما له ترانې نه؟
لكه سپي سړي ته غاپي غپه،غپه
د دې ښارله ديوالومې كركه وشوه
ځنځيرونه دې لا څه ته دي ساتلي
ما په څه ګناه په داړې څه مې كړي
زه دې اړكله په سيوري په ديوال يم
ما له هرې پناګاه تمه پرې كړې
زه په خپله په خپل حال باندې خوشال يم
نن په كومه آينه كې چې زه ګورم
زما په كارنه دي ترشاترمخ مخونه
ګوره پۍ يې دي د كومې سپۍ رودلې
رانه يويې وړل په خوله كې اندامونه
غږپرې وكړه كه يې واچوي له خولې نه
ته خوند اخلې اوس زما له ترانې نه ؟
خريمې ته دې خندا په خوله كې وركړه
مسخره دې نن زما پريولى زړه كړ
پرتوګ ښكلې زمانې ته دې ليوه كړ
ترانې مې د ورستوغوښو بوټۍ شوې
اوس ډډوزې بد بويي ورنه جګيږي
بې باور دې په ترشاپريښې لار كړم
تا په خپله د ځان غوښو ته ښامار كړم
اوس مې بيل له خپلو سترګو نه ولاړ يم
اوس د كركې د ديوال په سرديوال يم
پكې خښې مې نا لوستې ترانې كړې
په يوه چيغه مې ټولې ډيوې مړې كړې
اوس به بېرته ځم په شا ترډېره لري
ګوره ، ګوره چې لا چېرته به ولاړ يم
بيا كه راغلم بيا به نوې زمانه وي
بيابه نوي ديوالونه راسره وي