ر۱۵
د كلا ونې
اوس ګومان كوم چې چېرته
زړه بايلمه زړه تړمه
كله خپلې ګوتې شمارم
كله ستا ګوتې شمېرمه
كله ګل زرغونومه
كله څانګې ښكلومه
كله څوسپينې كوترې
مړومه ، كټومه
چې شغ،شغ شي په هواشي
اميلونه شي جلاشي
د اسمان له شنې لمنې
د كلا پر ونوراشي
زه د داسې شېبو غل يم
پسې مړ پسې مړ يم
كله وخت غلطومه
كله ځان غلطومه
چې ژوند تريخ لكه كورغ شي
نورځان نه ور يادومه
نرۍ ليكي كړمه ماتې
خپل حواس انځورومه
ته مې سترګو ته ولاړه
د تا لاس انځورو مه
سترګې پيايم ستا په پلونو
پر ګامونو اندامونو
چې په خيال كې پل خطا كړم
سر وهم درته له غرونو
تا له لرې راپيدا كړم
په ټوپونو په هوا سم
ټكنى سمه ناڅاپه
غلى غورځمه ځان باسم
يوه كونج ته ودريږم
د لاسونو د بندونو
د څو ګوتوټكان باسم
**********
+ نوشته شده در یکشنبه ۱۳۸۹/۰۱/۲۹ ساعت 8:52 توسط ومان
|