اوبه
اوبه
په لاس مې اوبه تېرې کړې
څنګلې مې لمدې شوې
په ډاګ ولاړې سپاندې ته مې
لپه اوبه یوړې
لار مې چپه کړه له ماره
مخ مې پاڼو ته نژدې کړ
یوه غېږه سا مې وکښه
سپېره ګاټې مې څه پو کړل
د باران دوعا مې وکړه
شمال راوړ زوږ له لري
د تندیو پاڼو شاته
کوکۍ لمر ته رپېدې
لکه سرې سپینې پېروتې
په شورګډ شوم د مرغیو
د باران د توتکیو
طبیعت بېرته بدل کړم
نن یې څو واره ور خپل کړم
په لاس،مخ، تندي یې ښکل کړم
**********
بوټونه
ما ته مې زړه
هغه جنۍ راوښیله
چې پرې مین دی
ما هم دوه ځلې پخوا هغه لیدلې وه
غلط سوم
درې ځلې
یو ځلې باران و
دا د ځېلوري
ونې ډډ ته وه ولاړه
لوند پړونی یې
په زنه پورې نښتی
بوټونه یې په خټو و ککړ
بل ځل مې
د ښاري بس له هندارې ولیده
په اوږده ډبرینه څوکۍ
ناسته وه
دواړه لاس یې
د شا لورته ځړولي و
نظر یې لري څرخ
د غاړې رګونه یې ښکاریدل
یو ځل مې پرون ولیده
د یو سپن ږیري تابلو ته وه ولاړه
یو ناول یې په تخرګ کې و نیولی