**********

شډل اشنا

شډل اشنا ښه شو چې راغلې په خېر

د مېږو پوڅه مې ساتلې درته

شينكي بادرنګ مې دي له خپل پا لېزه

هغه غړكه له شړومبو ډكه ده

((نوين))شړومبى به ترې ښه ډېر و څښو

ابۍ كټوه په ځاى كړې چېرې

ها د جوال شا به څه ولټوو

ماته ابۍ هره ورځ ((گاړه))ساتي

هغه  نن ته وڅټه

د غرمې خوب به راځه

د هغه توت سيوري ته ورسوو

كه دې ذكات څه د سندرو باسې

نو مازديګر به يوڅه لوړ و خېژو

يوه غرنۍ به ښه په شرنګ ووايو

سږ كال مو غروطنه!ډېر سپېره دى

پرې چې په غره كې ازانګې راشنې شي

هسې اشنا د چا راپام خو نه دى

دې ګريوانو ته به غبرګ لاس واچوو

د زړه خواله به سره وكړو راځه

چې د ماښام چلم مو وڅكول

بيا به پښې را پسې و كښوو

تا به له سپونه څه په څنګ تېر كړم

زموږ كېږدۍ نه به پېلوځى واخلې

ماته يوه لنډه نرۍ لار معلومه

چې ستا سو كلي ته ځي

څرګندونې :

نوين: شړومبى تازه شړومبى ،ګاړه :د مستو ككړه كټو

**********

وچكالي

ټكى ټكى مې په ياد يې نور مې هېر يې

ته خو زما د ماشومتوب د خوب په څېر يې

د تا ترهې مې د ذهن د كبليو

جوړې،جوړې دي د ستورو له غميو

د شنو زاڼو په كتار پورې پېيلې

په سيار ښكلوكې هار پورې پېيلې

لكه ښكلي ماشومان للو ،للو دي

ستا د مخ د سيپارې خالونه څودي

يه !د شعر شابيتونو كې را ټولې

په څپو په سيلابونو كې را ټولې

شو بيني تسپې مې وشلولې نورې

لكه توچې شي د شپې په لمن ستوري

نوراني لاس مې د زړه په درڅه كېږده

توتكۍ سترګې دې غبرګې پكې پرېږده

د پاوليو له شرنګي سره راووزه

له هغه مهين منګي سره راووزه

د حسنونو د كاختۍ له زوره نه يو

مرو د داسې نهيلۍ له زوره نه يو

زموږ د كلي ها سپېڅلې منجورې

بغدادۍ كوترې ټولې مرورې

طوافونو د مماڼو ته رانغلې

برجورو كلا ګانو ته رانغلې

ها چې تا به ويل څه ښكلې باغچه ده

همهغه مو اوس د كلي هديره ده

له مردكو توغنديو يې زړه شين دى

غر مو ژاړي خلك هسې وايي سين دى

نوره زما له طبعې ووته خبره

لكه زما د مالت خړه درويزګره

ددوعا لپې مې پړمخې پرتې دي

دڅيړيو مو تر پايه تتۍ پرې دي

په قيام او په سجود مو واښه شنه كړو

استسقا لمنځونه ام  ډېر ورپسې وكړو

د امين نيلى به كله رانه زين شي

د كوكنارو فصل خدايزده كه را شين شي

وچكالي ده په غاټولو مې زړه رېږدي

سږ هوسۍ مګر په دوى پورې پۍ پرېږدي

**********

څراغ

دا څراغ درسره واخله

پورته تېر شه پورته كښېنه

پورته سر دى د خبرو

پورته تاخ اودربچه ده

ترمنځ ستنې د ډبرو

دربچه به كړې را خلاصه

سرته ځاله د كوترو

لاندې تك سپين كټورى دى

د كږو وږو مرمرو

ما كرلي كټوري كې

خپل لاسونه په سندرو

نه كاږه دي نه اوږده دي

د اميل غوندې را شنه دي

د اميل منځ كې تاويز دى

په تاويز كې مې ليمه دي

په ليمو مې ګوتې كيږده

څه ايساره ساه ورپرېږده

په ليمو پورې مې زړه دى

پاك په تاپسې اوبه دى

**********

نرۍ لار

خړې مرغۍ چا ويل مينې دي د مار په سترګو

موږه هم دار ته غاړه ايښې ده د يار په سترګو

په طبيبانو مې د سترګو علاج و نشو چې

ترسره خولۍ مې ستن ايستلې، وړمه تار په سترګو

واړه وچ مورې، وطن تنګ، حالات موڅه پوښتې نور

د غريبۍ ژوند مو را ځوړند دى، د ښار په سترګو

يواځې ته نه وې چې زما په مرګ دې هيڅ نه ژړل

سپوږمۍ هم سره لاسونه ايښي وو كرار په سترګو

ګور، هم وران نكړ ستا تصوير زما په كسو كې خو

آخر ميږيانو كړه را جوړه نرۍ لار په سترګو

((ومان))اشنا د شاعرۍ خونده دې نشته پيره !

خامك دسمال دې چا را تير نه كړ يو وار په سترګو

********** 

زيارت

اسمان په ټنډه پورې اور ګرځوي

سيند په يوه تاكۍ اوبو پسې مړ

د غره كلوښتې څڼې ورژېدې

د شنو ګومبزو د كوترو خدايه

د زيارتونو دربچې،خو وينې

چې له كوترو نه كسات اخلي

باد ليونۍ بنګې دې بيا څښلې

له مينجورو نه خيرات اخلي

سينځله لغه په ميدان ولاړه

شنه تاويزونه يې په غاړه پراته

له هرې څانګې يې ده ساه ختلې

لغړ سيوري يې له ديواله پراته

د خپړ ولې لاندې سره مټكه كې

چې به چرسي كاكا شړومبې پلورلې

سږ يوه روې ، زړه سپۍ لنګه ده

چې د كونګريو يې حساب نشته

د باورونو ، عقيدو خالقه

قران وهلې زمانه كې اوسو

زښته حيا راته درېږي له تا

تيندك خوړلې زمانه كې اوسو

جومات ته تور ليونى كولپ پروت دى

مينجور نه ورځي په مخه چاته

د زيارت شين بيرغ تكبير نلري

څېله خانې ور او ځنځير نلري

هغه سپيڅلي سپين ساده ملنګان

اوس الاهو نه وايي پير نلري

زما په غاړه كې بندونه پراته

ټول ماشومان مې د زيارت په بند دي

چرسي كاكا وايي چې نور مه ورځه

دا خو زيارت نه وو بلا دي واخلم

دلته يوه لويه خزانه خښه وه

هغه يې وړې كنډواله پرې ښه ده

په كومه شپه چې پرې غدۍ پريوته

ما په هغه سبا سېكه ومونده

لمر ته عجيبه ځليده وطنه !

زرګر پرې داسې بيه نه ده ايښې

سږ له كاختۍ نه مې سوكه وباسي

په تا دې خداى دا سږ څېله وباسي

**********

لمر

ستا دې خبره وي په ګل بدله

منمه دا چې دوى زياتى كړى دى

ستا له خبرو يې ده ساه اخيستې

دوى د مارانو لاس نيوى كړى دى

---

سترګو ته لاس ونيسه ګوره ! ګوره!

چې مرغلرې درنه تويې نشي

نازك زړګي ته ګورم مه اچوه

چې په خاطر دې نورې پوهې نشي

---

منم چې ګرانه ګذاره ده دلې

راځه د سترګو دروازې وتړو

د زړه له خونې نه د لمر په مخه

ټولې نازكې دربچې وتړو

---

ځه چې يو ښكلى خوب په بيه واخلو

د ښاپيريو مريدان شو جينۍ

لوڅې پښې څپول ، څپول سرونه

په ليونتوب به ورتاوان شو جينۍ

---

يا خو راځه د غوندو ستنې را كړه

چې احساساتو كې ګيندې واچوم

د وطن نوم ستا د نامه تر تورو

دا غبرګ نومونه مې له خولې واچوم

---

ګوره نور پاك په لېونتوب يمه ګډ

ګومان كوم چې راته غرونه غاپي

د شپې په مخه له سروېږدو سره

راته د خپل ماشوم لاسونه غاپي

---

درځه،درځه كاڼي په مخه كړو چې

په دغو غرونو كې ايمان تېر كړي

د تكو سپينو شنو كوترو په نوم

ګوندې چې دوى په ځان تاوان تېر كړي

---

مخ ته ، تندي ته ، په تړس ،تړس څپېړې

د خداى لپاره نورې مه اچوه

ماته قسم ګلې د خداى په نامه

په هر سپېڅلي توري مه اچوه

---------

يوو زړګي ته يې  لار ونه ايسته

ډېر مې له خپلې شاعري خپه يم

ځمه له دوئ ستورو ته زړه تشوم

زه د وطن له هر سړي خپه يم

---

سپوږمۍ را ګوره يوه مظبوطه كلا

تر ستورو ټيټه تر غونډيو هسكه

چې عواطف ورسره روږدي كړمه

بس يوڅو ګامه تر هوسيو هسكه

---

دې پورې غرو ته څراغونه وړمه

په لوړو څوكو پورې پاس ږدمه

ټولې رڼا ته يې ايرغوى نيسم

ځمه د لمر په اوږو لاس ږدمه

---

چې خپل آسان زما زين كړي نه وي

پردى عسكر پردى سپرڅه كوم

چې زما له قامه سره تويي نكړي

شريكې اوښكې هغه لمر څه كوم

  **********

طلايي خوبونه

زما د تخيل پر طلايي لاسونو

تك سور د مينې شوپرك ناست دى

ډېره موده كېږي چې

په طلايي خوبونو

ويده دي زما لاسونه

پورته كولاى نشم

زه په دعا لاسونه