دا څراغ درسره واخله
دا نظم د كاكړيو غاړو په وزن ليكل شوى
غازي زڼى
لا مو ماټ راغلي نه وو
لا سور خولي ماشومان وو
زما څو سكني وروڼه
هغه ټول تر ما كشران وو
---
ښې لېندې مو ښې وسلې وې
ليوني به رانه تنګ شو
چې مرغۍ به مو كړې نښه
د هندارو به بد كړنګ شو
---
چې په كومه خوا به پيښ شوو
په يوو څيز مو صرفه نه كړه
خټكي به مو را پټ كړو
په پاليز مو صرفه نه كړه
---
چې به لوبې را پيدا شوې
د ياقوتو كان مو نه غوښت
پلرنى جايداد په بيه
په يوو غران مو نه غوښت
---
چې به ووتو په ډله
خيرن لاس ، خيرن سرونه
چې له لوبو به مو راوړو
څيري،څيري كميسونه
---
ابۍ خړ څرخى په لاس كې
چې لاټۍ ته به يې لاس كړ
ما به بله ټوكه وكړه
زيړ سخوندر به مې را خلاص كړ
---
چې نرۍ ماټې مې راغلې
ابا شين پټكى راوغوښت
ما په سره خولۍ كوږ تاوكړ
ابۍ نذر ورى راوغوښت
---
نه چرسي وم نه بنګي وم
زما له ځايه سترګې سرې وې
شين څادر مې د خامكو
جينكۍ را پسې مړې وې
---
هغه شپې ټولې په شمار وې
څو سحره څو ماښامه
چې سرو دوړو را خطا كړه
شا ليلا له هسكه بامه
---
دوړې نه وې يو توپان و
كاڼي ورغښتو بې دريغه
ستوري نه و هغه ستوري
لكه وتې وې له تيغه
---
وريځو ووهل په بډه
له بازانو نه وزرونه
په نښترو مو را بارشو
سره بوټۍ،بوټۍ هډونه
---
هغه مځكه شين اسمان وو
وطن پاك وښويدلى
كليوال خواران حيران وو
ترېنه واك و ښويدلى
---
په امام مځكه سور اور شوه
غاړه يې خلاصه په زلمو كړه
توره يې وايسته له تېكي
ګردنۍ يې په اوږو كړه
---
غرونو واغوستې سرې زغرې
زمري وواتو له ښاره
شاليلا په بام ښكاره شوه
په ټټر كليمه داره
---
نغاره پسې روان
سپين لښكر شو د زلمو
د ښامار لكۍ يې راوړه
شپاړس ځايه په اوږو
---
په غازي زڼې مشهور شوم
تكه سره زما سدرۍ وه
په اتڼ چې به ورګډ شوم
تر ملا به مې شپېلۍ وه
**********
له جنګه وروسته
ددېوال له پرهرونو وينې څاڅي
تور بخونه دروازه ټپه ړنده ده
څڅيدلې يې څرمن ، خړه جامه ده
چا ليكلې پرې له پاسه كليمه ده
خو زما ياده هغه ورځ
هغه ټكنده غرمه ده
چې مرغيو او پاختكو
جنازه د شهيدانو
د وير ژلي واټ ونكړه
او هيڅ ژبه دوى له وېرې
د سبا خيرات ونكړه
زما ياده هغه ورځ ده
چې تعفن د دغې سيمي
پر بر بنډو اندامونو
وويواځې
مخ په قبله باندې ولاړ
پر جنازه باندې ولاړ ـ
**********
غزل
زموږ لمر هم عجيبه را خېژي
د وينو ژى دى په غرمه را خېژي
زړه ته لمبه د حسن نه يادوم
په خوار تڼاكه په پلمه راخېژي
ولې نګاه يې سمندر ته د زړه
لكه مست قو-چې په څپه راخېژي
دومره مې شنه شه په ليمو كې راځه
لكه دا ستوري چې په شپه راخېژي
په جوهر تبه د زيړي ګډه ده
نن دې تصوير په اينه را خېژي
هغه له نازه ليونۍ ((ومانه))
كنډو ته هم شانه وانه راخېژي
**********
تسپې
يوكم سل كټوې باندې
يوكم سل ځايه لمبې دي
يوكم سل ستني ولاړ ې
يوكم سل زموږ خيمې دي
يوكم سل اسان زين كړي
يو كم سل سړې تودې دي
يوكم سل ګامه راواخله
يو كم سل موهد ېرې دي
يو كم سل تو تكۍ راغلې
يو كم سل زاڼې پسې دي
يو كم سل ستوري زما دي
يو كم سل مرۍ ددې دي
يوكم سل ونې يې راوړې
يوكم سل ځالې پكې دي
يوكم سل ګوتې مې نه دي
يو كم سل واره دې پرې دي
يو كم سل سترګې مې خوښې
يوكم سل سره شپنې دي
يو كم سل واره مې ياد كړې
يوكم سل زما تسپې دي
**********