حافظه

 

اوس په خپله حافظه کې ورته ناست یم

د رڼا په حاشیه کې ورته ناست یم

 

ستړې سترګې مې قبرونه د مرمرو

په خس پوشه هدېره کې ورته ناست یم

 

خپل وزرونه خپلې چیغې مې ګنډلې

په اور پورې تنسته کې ورته ناست یم

 

غږ یې اورمه د زړه له تناوونو

خدایزده څومره فاصله کې ورته ناست یم؟

 

اندامونه مې پوټی شمال یې یوسي

د هر پل په کجاوه کې ورته ناست یم

 

ګوندې راشي په باران پریولې شپه کې

د خپل کور په دروازه کې ورته ناست یم