مامې سترګې
شنه حافظه
....
دا ونې مه كاږئ
د هغو سيوري ته
زموږ د كلي ناروغان
دداكټرانوانتظار كوي
دهغو سيوري ته
سپي له ګرمۍ پټيـږي
په دغو ونو كې
مرغۍ اكوڼو ته
د الوت چل ښيي
سوالګر غرمې اړوي
ماشومان هلته (كوله شتره ) كوي
څوك به تسپې اړوي
كوچىما ما ګورئ ! پوڅه شړومبې خرڅوي
دا ونې مه كاږئ
پاچا په خپل لاس ايښي
د هغه اروا پرې خپه كيـږي اخر
دا يې د لاس نخښې دي
دا ونې مه كاږئ
د هغو په ډډ كې پريږدى
ها ماشومان چې په ټولګيو كې تختې نه لري
مشق وليكي
ښايسته ډير خطونه
په نستعليق ا و په شكست وليكي
داونې مه كاږئ
د محكمې په وړاندې
د كلات خان د سماوار په خاطر
داخلك نه وينئ
ورځه كه دوئ تږي شي
تنده به چيرته وړي
تاسي په ونو كې
ځالې مرغۍ نه وينئ
د دوئ هګۍ ورستيږي
د دې مرغيو ازار ولي اخلئ
دا ونې مه كاږئ
سلام اكا دلې زما په يادو
لا هم رباب غږاوه
دلته زموږ خاطرې
له دغو څانګو سره ژوند كوي
په دغو ونو پورې
دمينانو حافظې غوټه دي
ارې تيشې مو يوسئ
دا ونې مه كاږئ
د ښـار په شنه حافظه ورحميږئ
كوله شتره : د ماشومانو لوبه ده
**********
لار
....
لكه باد لكه باران درسره ځمه
لكه سيورى يم روان درسره ځمه
چې هر پل دې ښكلوم تندى وهمه
دكږې لارې په شان درسره ځمه
زه قيدي د تا د سترګو يم اسمانه !
لكه ستورى په تاوان درسره ځمه
كه د غره د طبيعت په څېر شډل يم
خو په طبعه د ومان درسره ځمه
**********
درويزه
....
نن سهارمې ابۍ ولوې
برګې ميږې، زيړې غواوې
يوه كټو يې راجلاكړه
ويل يې دا درسره واخله
ځه ثواب به دې شي زويه
دغه شا ته ګاونډى مو
وايې ډير په بده ورځ دى
خداى خبر كه مياشت پوره كړي
لور يې هغه ورځ ويل چې
ډاكټرانو ځواب كړى
سرطان يې دى، با - زويه
كور يې مخامخ په لمر دى
توربخونه شنه پرده يې
په كوډله راځړيږي
همهغه زړه بوډۍ چې
ګوزڼ ووهله منى
اوس يې ژبه څه ټمبه ده
د خبرو مجلس نه ده
دا كټو وركه هغې ته
بيا به وزي درويزې ته
*********
د درې رنګ
....
خپل افكارله ذهنه باسم
مځكه يې سوځم او ټول لمر ته وچومه
بيا كه ژوند وو
شنه دره پكې كرمه
ته دې سترګې په پور راكړه
يو هغه پكې كرمه
ماشومتوب مې يو خوږ خو ب دى
ټول يې نه يوه حصه پكې كرمه
ته پوهيږې د درې نور به له څه وي
ته پوهيږې چې به چېرته واښه شنه وي
كه راځې نو يوبه ته يو به كبلى وي
ددرې رنګ به تياره غوندې نيلى وي
د درې رڼا به ټوله وي له ځانه
خداى دې راوله ،اوبوغوندې جا نانه
**********
زاڼې
....
اې د غرونو دسر زاڼې تا ته ګورم
د رڼا په پله روانې، تا ته ګورم
در ښكاريږي زموږ كلى ،زموږ خلك
برجورې كلا ګانې ،تا ته ګورم
زموږ دكلي د شګلنې لارې حال را
څوك روان دي مخ په كلي ،څوك له كلي
پلو غاړې جينكۍ درمعلوميږي؟
ميږي غواوي چيرته پيايي ، چيرته څري؟
له زابورسره كولبه وايه د چا ده
چا تړلى اوس غوبل په درمند ځاى دى
په كوم فصل كې لو ګډ دى د غنمو
څو ډمان يې له ډلو سره بللي
چا ايستلى دى حشر د زلمو ګوره!
د لاسونو د تڼا كو حال يې راكه
د لرونو، د خوراك احوال يې راكه
((خانو ګي)) اكا ايستلى دى سپى ښكار ته
مړزان يې په برجانو كې چغيږي
دزڼكو مو خوسى ياد كه يې هير شوى
پښ اكا هغسې خوار كه اباد شوى
(كوله شتره) د چا هيره ده كه ياده
ګټې اوس هم (د كوڅۍ او د دوبۍ دي)
كه زلمو ايښي باغونه او تاكونه
لپه، لپه لابهيږي كه وچ شوي
زاڼې ! تا ته درښكاريږي كاريزونه
د دالان د تنرونو لمبې وينې
غيږې، غيږې نري پاستې ليچې سپينې
په پوټلنه لار دكلي كې څوك ښكاري
څرخنده په لاره ځي كه په كرارې
زاڼې څو كسه په ټيټه ملا ګرځي
په امسا او په تكيه ږدي قدمونه
دخوارانو ژوند په سوال په درويزه دى
د ولور رواج بدل شو كه هغه دى
سبقونه ناروا او كه روا دي
كليوال مو په ماشه او كه پخلا دي
ګرديګوښ په كلي وګرځه تر پايه
زاڼې ټول ټكي به ټكي حال به راكړې
په زړګي مې سرې تڼاكې دي ولاړي
زما ياديږ ي د مستو ككړې ګاړې
يادونه:
دغزني خلك يو متل لري ، وايې:( ګټې يا د كوڅۍ دي او يا د دوبۍ ) مانا دا چې ګټې يا د هغو كسانو دي چې خوندې او لوڼې لري او په هغو ولور اخلي او يا د هغو دي چې په دوبۍ كې كار وبار لري
خانوګى : خان محمد خان زموږ د سيمې مشهور كرك باز
**********
ته هغه يې
....
ته هغه يې
چې په ما دې كجاوې وړې د انګورو
زما به لوبو ته سودا وه
تا به ور راته ټمبه كړ
په نينو به دې كړم غلى
ستا د سترګو نيلي ګاټي
ته هغه يې
هله مرګ مې در ړومبى كړې
د تا څومره پلمې زده وې
څومره ډير خواږه نكلونه
د ديوانو ښامارانو
زه دې څومره ډارولم
له شيشكو له پيريانو
بس اخر به دې در پټ كړم
له دې ټولو بلاګانو
په زاريو به شوم ستړى
ته به شنه سوي له خندا نه
ستا څېره كټ مټ هغه ده
ته دې سترګې كړه راپورته
ګردې ګردې بڼورې
خياليګرې كونجورې
ستا رجلومه درسره ده
راته كيږده زنګون كيږده
په رضا مې كړه را تورې
غبرګې سترګې تكې تورې
نه به سپكې وي نه سپورې
په رضا درسره وړمه
غوټې، پنډې په هر لورې
اوس زه هغه هلك نه يم
هله څڼډ وهه لمنه
جيب ته لاس كړه راكړه ستنه
چې له كوره درته راوړم
تور توتان ډكه لمنه
**********
عسكره
....
څنګه
ته قلم نه لرې ؟
سپينه پاڼه هم درسره نه شته
خېر دى يوتګړى سكور به راجلاكړم
ته دې
په پتك ، شاژور ،قنداق او پرتله وليكه
موږ په دې كلي كې كابو پنځوس كوره ميشت وو
راځه پنځه ، پنځه به يې وشميرو
ته يې ضرب كړه
چې څو كيږي
- دونيم سوه
ګله ! لاس دې په جنت سه
- بوډا ! دا دې څه وويل
دازما تكيه كلام دى
يوه دوعا مې درته ووته له خولې
ښه تا ويل دونيم سوه
اوس پنځوس تنه ژوندي يو
ته دا تر ې وباسه
- دوه سوه راوزي
نو په دې حساب خو مو دوه سوه وژلي
دا سكاره او خاورې وينې
تر همدغو لاندې خښ دي
- بوډا! دښمن چا سهلى
خامخا به طالبان وو
يه ، عسكره !
داسې نه ده
ورځه لس به طالبان وو
چې ته خوشاله شي
شل ، ديرش اوڅلويښت به طالبان وو
نور زڼكي ، ماشومان، پيغلې ، سپين سرې زما په عمر بوډاګان وو
په هغوباندې مو ولې خونې چو كړې
له دې لسو كورو پرته
نور نو ګرده په پاچا پسې ولاړ وو
- بوډا ! موږ ته همداسې امر سوى وو
تاسې ورشئ خپل پاچا په حال خبر كړئ
زه څه نه شمه كولاى
ته وايې پاچا ته ورشو
هغه زموږه كليوال دى
اخر مړى او ژوندى مو سره ګډ دى
هغه تكې تورې ونې وينې
لكه الييل سوى پسونه
د هغو تر شا يې كور دى
خواركي د غم كاسه وه راليژلي
او د غم په ټغر هم راسره ناست وو
خوار په خپله ژبه ويل
چې له وسه مې خبره نوره وتې
ماته ګوره يه عسكره!
خپل پاچا ته همدا اوس تيلفون وكړه
ورته ووايه بيګاه مو
د لسو تنو له توسنه
اته شلي كسان وژلي
دايو بل ټكۍ يې هم تر غوږ ور تېر كړه
دلې خلك دا هم وايي
دښمني د مهذب دوست به وي څنګه
چې پاچا په دې كې څه وايي عسكره
**********
لار
....
باران تم سو
نمجن عطر
برګ اسمان
راڼه ګاټي
شګلنه لار
د پلونو شغا
لكه څوك چې
په خوله كې اړوي
تاكۍ تاكۍ بوره
**********
دا يو څو بيته مې د غاړو په وزن ليكلي
دره
....
د اوښ په شا يې راوړه
له غرونو سپينه واوره په غرمه كې
له پاسه ميږې راغلې
رمباړې سوې په تكه شنه دره كې
ليلا شيله كې ناسته
انځور يې جوړاوه د زيړنكې
چوغكه په هوا شوه
ترې پاته سوې زري زيړې بڼكې
نه زركي شته نه زاڼې
راځه كه اوس لمبيږې په چينه كې
ما زړه درباندې جوړ دى
تر تورې توتكۍ جوړې نازكې
ځوانې دې خداى روزي كړه
خالونه رنګ په رنګ سپينې خامچكې
**********
ګرده لمن
....
نورې سترګې نوري دي
تورې سترګې توري دي
ګډه وډه راغله
ړنګ ورپسې لوري دي
شين د كناويز كميس
شنه پكې راستوري دي
ګرده لمن راوړه
ورك راځينې سيوري دي
**********