تبليغاتX
للمه

للمه

ټولنيز, ادبي او فرهنګي

باديوه


خير دی

نن خو په کړکۍ کې ودرېږه

ما

باديوه په هوا کړې

سره او سپينه

لکه ستا د ماشومتوب د وخت چترۍ

 

******************

مانا

 

 نن راووځه

د سپيدار سيوري ته

لنډه منډه په کوکيو پسې واخله

لمر ته په وياله کې ودرېږه

په وليو دې اوبه روانې کړه

ساه واخله

ټيټه شه يوه ګل ته

يو ماشوم په تندي ښکل کړه

په نينوپسې څوک ولېږه دکان ته  

ویښته خلاص پرېږده

لکه د وشنده پيغلوټو

زړه ته دې لار وباسه

سا واخله

له ژونده خپله

خپله مانا واخله  

+ لیکل شوی پهچهارشنبه 1390/11/12ساعت 9:31 لخوا ومان |


ګونګروګان

 

دلته لار وه

 هلته ونې
سور معبد، سپينې يې ستنې

دا سپی وینې!
 دغه ښيم

چې د تيږې سر ته پروت دی

په دې ځای باندې
د تورې ډمې کور و

نڅاګرې ورسره وې

 سرې او سپينې
ورانې ، ورانې
خامې ، خامې په عمرونو
په دې ځای باندې چې زه  و ته ولاړ يو
ځېلوره د شاتوت ونه راشنه وه

نه پوهېږم هغه ورځ د چا ښادي وه

جوړه کړې يې په څه باندې ميله وه
سره باجه، رباب، غژکه غږيدله

ډمه راغله

ګونګروګان يې وو په لاس کې

يوه دنګه نڅاګره شوه ورپورته

اسماني رنګه جامه يې وه په غاړه

ناستو خلکو په شپيلکيو بدرګه کړه

نڅا ګرې دجلوو لومه خوره کړه
په يوه لور يې نظر څرخ شو، څرخ شو، څرخ شو 

مشرې ډمې وسکونډله
خوله يې غوږ ته ورنژدې کړه

 دې پايڅې کړې دواړه پورته 

خو پونډۍ يې ښکاره نه شوې
ډمه ټيټه شوه په ناستو  
ګونګروګان يې ورته وتړل
 په پښو کې

د ربابي استاذ شهباز په تار نڅا کړه 

ګونګروګانو په ماښام کې ساه پيدا کړه  

+ لیکل شوی پهسه شنبه 1390/10/20ساعت 9:21 لخوا ومان |


حساب

ځونډيدار څراغ راځوړند
څو کږې وږې زينې
نرۍ لار بام ته ختلې

 ته د منځ زينه کې ناسته
د پلو پېڅکه تر غاښ
د لاس ګوتې دې شمېرلې
څه حساب خو دې کاوه

**************************
موسيقي

نن دې غږ
باران لوند کړ
موسيقي يې بدله شوه

*************************
خوب

مازديګر قضا
ماښام لوړ
د څراغ د ښيښې د پاکولو ټوکر ورک
اورلګيت نم وهلی
په ښانک کې واړه شوي پاستي
د لاندې د کټوې عطر
څو تګړي پياز
د بابا
پر ليکي ،ليکي
کوچياني ليمڅي
شوبيني تسپې پرتې
پيشو خوب وړې

+ لیکل شوی پهجمعه 1390/10/02ساعت 19:33 لخوا ومان |


هوا

 

له تيارې

 د باندې ګورم

پاڼې لمرته ځانونه تودوي

هوا لنده شوې

مرغۍ شخوند وهي

سیوري لمبېږي

خاموشي

لکه شپه

د سکوت په اوږو ووته

ته مې وياديدې

 

 

ول


ستا نازک پړونی

د ویښتو له ولونو

باد واخیست

ویې رپاوه

د پېروتو لمدو پاڼو ته يې یووړ

+ لیکل شوی پهیکشنبه 1390/08/22ساعت 15:17 لخوا ومان |


زاويه

ستاسو کور ته مخامخ
زموږ وړه ماته هېنداره
ما په زړه جوړه زاويه
... ته باران ته نڅېدې
پټې سترګې خلاصه غیژ
د وېښتو ولونه لانده
باران پوست مزل کاوه
تا سندره هم بلله
تورو ګرځنده اوبو ته
ما هغه له یاده کړې
بل باران ته مې ساتلې

**********
عبادت

که د ځمکې پر مخ
د نورو موجوداتو
عبادت جایزوای
ما د توتکيو عبادت کاوه
ځکه هغوی
تاته ورته دي

*********
غېژه
ومې ياديدې
لکه ماشومتوب
لکه د مور غېژه

********
پړونی

يو ملنګ
یو شهيد وړي
په يوه غره يې خیژوي
يوې جنۍ يې
نن سهار زنه تړلې
چا ويل
په تابوت کې پروت پړونی
ډېر اشنا دی

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1390/08/09ساعت 9:31 لخوا ومان |


با

ر

ا

ن

 

 

زه غواړم

تر باران وروسته

تا تنفس کړم

 

 

**********

پ

ا

م

دغريب سړی سلام دی،څوک يې نه اخلي

 

د ده برخه احترام دی،څوک يې نه اخلي

 

يوې جنۍ مې زړه ته پټه لاره کړې

 

نه پوهېږم څه يې نام دی، څوک يې نه اخلي

 

په دې ښار کې خلکو مينه هېره کړې

 

زما زړه پکې ليلام دی،څوک يې نه اخلي

 

زړه مې ستا په اسره پرېښود په لو لارکې

 

تا وې، ما ورباندې پام دی، څوک يې نه اخلي

 

ما و يار تر منځ موجوده فاصله کې

 

غرونه نه شته لوېشت وګام دی،څوک يې نه اخلي

+ لیکل شوی پهپنجشنبه 1390/04/16ساعت 13:20 لخوا ومان |


سیوری

مامې خپل وجود

لمر ته،لکه خپل سیوری

د باندې پریښود

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1390/03/02ساعت 9:38 لخوا ومان |


ډېوه

 

د خونې کړکۍ خلاصې وې

شمال یې د ګاړګوتو ویښتو په ولونو کې سا اخیسته

د غاړې رګونه یې الوتل

ویده وه

د سپوږمۍ رڼا

 د ټغره په تورو سرو لیکو

خاپوړې کولې

له کړکۍ سره ودریدم

د ولاړې پېروتې تر پاڼو مې

د زیارت ډېوې ته وکتل

د غره په سرلکه د زېړو غمی بریښېده


Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

**********


Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

+ لیکل شوی پهیکشنبه 1390/02/18ساعت 8:58 لخوا ومان |


اوبه

په لاس مې اوبه تېرې کړې

څنګلې مې لمدې شوې

په ډاګ ولاړې سپاندې ته مې

لپه اوبه یوړې

لار مې چپه کړه له ماره

مخ مې پاڼو ته نژدې کړ

یوه غېږه  سا مې وکښه

سپېره ګاټې مې څه پو کړل

د باران دوعا مې وکړه

شمال راوړ زوږ له لري

د تندیو پاڼو شاته

 کوکۍ لمر ته رپېدې

 لکه سرې سپینې پېروتې

په شورګډ شوم د مرغیو

د باران د توتکیو 

طبیعت بېرته بدل کړم

نن یې څو واره ور خپل کړم

په لاس،مخ، تندي یې ښکل کړم 

**********

بوټونه

ما ته مې زړه

هغه جنۍ راوښیله

چې پرې مین دی

ما هم دوه ځلې پخوا هغه  لیدلې وه

غلط سوم

درې ځلې

یو ځلې باران و

دا د ځېلوري

ونې ډډ ته وه ولاړه

لوند پړونی یې

په زنه پورې نښتی

بوټونه یې په خټو و ککړ 

بل ځل مې

د ښاري بس له هندارې ولیده

په اوږده ډبرینه څوکۍ

 ناسته وه

دواړه لاس یې

د شا لورته ځړولي و

نظر یې لري څرخ

د غاړې رګونه یې ښکاریدل

 یو ځل مې پرون  ولیده

د یو سپن ږیري تابلو ته وه ولاړه

 یو ناول یې په تخرګ  کې و نیولی 

+ لیکل شوی پهپنجشنبه 1390/01/11ساعت 13:51 لخوا ومان |


حافظه

 

اوس په خپله حافظه کې ورته ناست یم

د رڼا په حاشیه کې ورته ناست یم

 

ستړې سترګې مې قبرونه د مرمرو

په خس پوشه هدېره کې ورته ناست یم

 

خپل وزرونه خپلې چیغې مې ګنډلې

په اور پورې تنسته کې ورته ناست یم

 

غږ یې اورمه د زړه له تناوونو

خدایزده څومره فاصله کې ورته ناست یم؟

 

اندامونه مې پوټی شمال یې یوسي

د هر پل په کجاوه کې ورته ناست یم

 

ګوندې راشي په باران پریولې شپه کې

د خپل کور په دروازه کې ورته ناست یم

+ لیکل شوی پهیکشنبه 1389/12/08ساعت 14:6 لخوا ومان |